ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې د لوګر اسیتناف څارنوالۍ؛ ۱۶۵ قضیو ته رسیدګي شوې

د لوګر استیناف څارنوالۍ رئیس محمد عمر دوست ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۱ وویل، چې دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۶۵ قضیو ته رسیدګي کړې ده.
ښاغلي دوست وویل، په دغو قضیو کې ۲۷ قضيې د ترافیکي جرمونو، ۲۴ د غلا، ۱۲ د قتل، ۱۲ د وسلې حیازت، ۱۶ د وهنې ټکونې، ۶ د ځمکې د غصب، ۵ د جنسي تېري، ۷ د اختلاس، ۲ د زنا، ۵ مغلوبه جنګ، ۶ د ناوړه ګټې اخیستنې او ۲۸ د نورو جرایمو په تړاو دي.
د نوموړي په وینا، پر ۸۸ قضیو ابتداییه او استیناف محکمو پرېکړې دي او ۳۵ قضيې نهايي شوې، ۶ قضيې حفظ شوې او ۲۶ قضيې هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي او همداراز ۱۰ قضيې اړوندو مراجعو ته د تحقیقاتو د بشپړېدا په موخه استول شوې دي.
ښاغلي دوست د قضیو د رسیدګي په تړاو وویل، چې یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله یو میلیون او ۳۲۵ زره او۶۰۰ افغانۍ نقدي جریمه تثبیت شوې چې له دې شمېره ۳۲۵ زره افغانۍ په امانت ډول بانک ته تحویل شوې، ۷۴۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ د دولت قطعي حساب ته تحویل شوې او ۲۵۵ زره افغانۍ په کفالت بالمال توګه بانک ته لېږل شوې دي. همداراز ۱۸ میله وسله او پنځه موټرې هم یادو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې مصادره شوې دي.
د لوګر استیناف څارنوالۍ رئیس وویل، دغه ریاست خپل ۵۰ مسلکي او اداري کارکوونکي هم د ظرفیت لوړاوي په موخه روزنیزو پروګرامونو ته معرفي کړي دي.
نوموړي د عدلي او قضايي بنسټونو د اجرااتو په تړاو د خلکو پر پوهاوي ټینګار وکړ او ویې ویل، په دې موخه يې د مدني ټولنې له غړو، قومي مشرانو، محلي شوراګانو، دیني علماوو او رسنیو سره د همغږۍ ګڼې غونډې ترسره کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې غونډې په پای کې د لوګر استیناف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته په مفصله توګه ځوابونه هم ورکړل شول.