نیمروز کې یو کس د ۳۵۰ زره او ۸۷۷ افغانیو د رشوت د ورکولو او وساطت په تور محاکمه شو
عبدالحکیم د ۱۰۰ میلیونه ایراني تومانو چې ۳۵۰ زره او ۸۷۷ زره افغانۍ کېږي، د نیمروز ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې موظفینو ته د رشوت ورکولو او وساطت په تور په هرات ښار کې ونیول شو. نوموړي دا پيسې د یوه ضبط شوي موټر د راایستلو په بدل کې د نیمروز ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې موظفینو ته ورکولې.
د نیمروز ولایت اسیتناف څارنوالۍ په رشوت ورکولو کې د وساطت په تور د عبدالحکیم د عبدالله زوی، قضیه د تحقیق تر بشپړولو وروسته د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۴ د دغه ولایت د ښاري ابتداییه محکمې عامه امنیت دیوان ته ولېږله.
د دغې قضيې د څارنوال په خبره، عبدالحکیم یو موټر چې له ۸ کیلوګرامه مت امفتامین سره د نیمروز سرحد څخه ایران ته اوښته او د نیمروز د نشه يي توکو د موظفینو له خوا نیول شوی او ضبط شوی و، غوښتل راوباسي.
د قضیې موظف څارنوال د تحقیق تر بشپړولو او اتهامنامې تر ترتیب وروسته د نیمروز له عامه امنیت ابتداییه محکمې څخه نوموړي ته د جزا کوډ د ۳۷۳ مادې او ۳۷۲ مادې پنځمې فقرې او ۷۳ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.
یادې شوې محکمې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر اوومه، عبدالحکیم د نیمروز د نشه يي توکو د مبارزې مدیریت پرسونل ته د ۳۵۰ زره او ۸۷۷ افغانیو د رشوت د وساطت په تور د قانون مطابق پر یو کال او دوو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړ.