د غزني استیناف څارنوالۍ رئیس: لویه څارنوالي د قانون د تطبیق او حاکمیت او د عدالت د تأمین اصلي مرجع ده

Hussain_admin
Wed, Feb 17 2021 1:11 PM

د غزني استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیال احمد فواد میرزاده ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، چې دغه ریاست یو زرو ۲۰۸ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي. دا غونډه د دغه ولایت د ولایتي شورا د استازو، دیني علماوو، مدني ټولنې غړو، قومي مشرانو او رسنیو په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۵ وشوه.

ښاغلي میرزاده په دې غونډه کې وویل، د لویې څارنوالۍ د فعالیت پراخې ساحې او د هېوادوالو او خبریالانو هیلو ته په کتو، د دغې ادارې رهبري پلاوی د هر بل بسنټ په پرتله اطلاع رسونې ته ژمنتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، لویه څارنوالي د قانون حاکمیت، اطلاع رسونه او له اداري فساد سره مبارزه خپل کاري لومړیتوب ګڼلی او حساب ورکول او د روڼتیا تأمین د حکومت اصل بولي.

د ښاغلي میرزاد په وینا، د ملي او نړیوالو بنسټونو له خوا ارزونه ښيي، چې په تېرو پنځو کالو کې د جوړښت په اصلاح، د تسهیلاتو په برابرولو او د قانون د حاکمیت او تطبیق په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي او په عمل کې يې هم ثابت کړي دي.

د غزني استیناف څارنوالۍ رئیس وویل، په ۱۳۹۹ مالي کال کې دغه ریاست ۹۲ قضيې د قتل، ۱۹۰ د غلا، ۵۱ د اخلاقي جرمونو، ۸۰ د ترافیکي جرمونو، ۷۰ د اداري او مالي فساد جرمونو، ۲۵۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي او ۳۲۱ هم د بېلابېلو نورو جرمونو قضيې څېړلې دي.

د نوموړي په وینا، له دې ډلې ۱۶۵ قضيې نهایي شوې، ۱۵۷ قضيې د اتهامنامو تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې ته لېږل شوې، ۱۰۹ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۴۱ هم ذیصلاح مراجعو ته لېږل شوې او ۱۵۰ نورې قضيې استیناف محکمې ته لېږل شوې دي.

د ښاغلي میرزاده په وینا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د غزني استیناف څارنوالۍ د ۱۳۸۱ تر ۹۷ کال پورې ۲۰۰ ملتوي قضيې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې رسیدګي کړې دي.

د غزني د استیناف څارنوالۍ د رئیس په وینا، یادو شویو قضیو ته رسیدګۍ په پایله کې یو میلیون او ۹۶۶ زره او ۲۸۱ افغانۍ نقدي جریمې د دولت حساب ته لېږلې ده.

ښاغلي میرزاده د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، د مراجعه کوونکو د شهرت او ثبت د دفتر د شمېرو پر اساس، دغه ریاست ته په تېر مالي کال کې ۱۳ زره او ۷۳۵ کسانو مراجعه کړې او د ستونزو د حل په برخه کې يې قانوني اجراات شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه ریاست ۲۱ مسلکي کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي پروګرامونو ته هم معرفي شوي دي.

په دې غونډه کې د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو د غزني استیناف څارنوالي د ښو اجرااتو له کبله وستایله او د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په برخه کې یې د همکاریو ژمنه وکړه.