د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئیس د دغه ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال د اجرااتو په تړاو د دغه ولایت اوسېدونکو ته راپور ورکړ

Hussain_admin
Sun, Feb 21 2021 12:47 PM

د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئيس شمس الله جاوید ملت ته د دولت د حساب ورکولو د غونډو په لړۍ کې وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۲۴۴ قضیو ته رسیدګۍ کړې ده.

دا غونډه د پنجشېر ولایت د ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، متنفذینو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۹ وشوه.

ښاغلي جاوید په دې غونډه کې وویل، چې د ۲۱۱ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او په تړاو يې ۸۰ کسان له درېيو تر ۳۰ کلونو پورې په بند او نقدي جزا محکوم شوي دي. نوموړي همداراز د قضیو د جرمي وصف په تړاو وویل، چې په یادو شویو قضیو کې ۳ قضيې د قتل، ۱۴ د غلا، ۳ د اخلاقي جرایمو، ۳۳ د نشه يي توکو، ۱ قضیه د اداري فساد، ۶ د ترافيکي جرمونو، ۵۹ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۲۵ قضيې هم د بېلابېلو نورو جرایمو په تړاو دي. د نوموړي په وینا، په دغه ولایت کې تر ټولو ډېرې قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي دي، چې شمېر ۵۹ ته رسېږي.

د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئيس ټینګار وکړ، چې ۳۳ قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۳۰۷٫۵۸۸ کیلوګرامه چرس او ۱۳٫۷۵۰ کیلوګرامه تریاک هم ضبط شوي دي.

د ښاغلي جاوید په وینا، دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې یو میلیون او ۱۱۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. نوموړي زیاته کړه، دغه ریاست ته ځانګړې شوې بودیجه سل سلنه په رڼه او شفافه توګه د ریاست د اړتیاوو پر اساس لګول شوې ده.

د پنجشېر استیناف څارنوالۍ د رئيس په وینا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې يې له محلي، کشفي او قضایي بنسټونو سره د ښې حکومتولۍ، د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، له اداري فساد سره د مبارزې او د ښو عدلي خدماتو په اړه د همغږۍ ګڼې غونډې کړې دي.

د ښاغلي جاوید په وینا، په تېر مال کې یې د دغه ولایت د محبس د مدیریت، د ماشومانو د رزونې مرکز او د نظارت خونې میاشتنې لیدنې کړي او د هغوی د ستونزو د حل په اړه لازم اقدامات اخیستل شوي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، په تېر مالي کال کې د دغه ریاست ۳۰ مسلکي او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي پروګرامونو ته هم معرفي شوي دي.

د یادې شوې برنامې په پای کې د پنجشېر استیناف څارنوالۍ ریاست د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو او خبریالانو پوښتنو ته په مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول.