کابل استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۲۰۹ قضيې څېړلې دي

Hussain_admin
Sun, Mar 28 2021 11:47 AM

د کابل استیناف څارنوالۍ د مرکز شپږګونو زونونو په ګډون ۲۰۹ جرمي قضيې د ارزونې او د تحقیق تر بشپړولو او د صورت دعوا او اتهامنامو تر ترتیب وروسته اړوندو محکمو ته لېږلې دي.

د یادو شویو قضیو له ډلې ۲۳ قضيې د قتل، ۵۱ د غلا، ۶ د اخلاقي جرمونو، ۴۱ د نشه يي توکو، ۴۸ د ترافیکي جرمونو، ۴ د اداري فساد جرایمو او ۳۶ هم د نورو جرمونو په تړاو دي.

له دې ډلې د ۶۴ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او له درېیو میاشتو تر ۳۰ کالو بند محکوم شوي دي.

همداراز ۱۵۸ قضيې ابتداییه او استیناف محکمو ته لېږل شوې دي او ۱۴ هم د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.

یادو شویو قضیو ته رسیدګي په پایله کې ۶۷۹ زره ۲۵۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت بانکي حساب ته لېږل شوې ده.

همداراز ۱٫۵۲۵ کیلوګرامه هیرویین، ۱۰٫۳۵۷ کیلوګرامه تریاک، ۲۴٫۲۳۵ کیلوګرامه چرس او ۹ قرصه ک. ټابلېټ هم په بېلابېلو قضیو کې ضبط شوي دي.

په ورته وخت کې د دغه ریاست پنځه کارکوونکي هم د ظرفیت لوړاوي په موخه روزنیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي.