د فراه استیناف څارنوالۍ له خوا د ۳۷۳ قضیو ثبت او رسیدګي
د فراه اسیتناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۳۸۳ قضيې ثبت او د قانون په رڼا کې ورته رسیدګي کړې ده. دا قضيې د تحقیق له بشپړولو، د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته اړوندو محکمو ته لېږل شوې دي.
په دغو قضیو کې ۶ قضيې د قتل، ۷۹ د غلا، ۱۲ د اخلاقي جرمونو، ۱۱۶ د نشه يي توکو، ۸ د ترافیکي جرمونو، ۶ د اداري فساد، ۱۶ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۴۰ هم د نورو جرایمو په تړاو دي.
په دغه ولایت کې تر ټولو ډېرې پېښې د نشه يي توکو ثبت شوې دي، چې ۵٫۳۹۰ کیلوګرامه تریاک، ۸٫۱۷۱ کیلوګرامه چرس، ۲۵ لیتره الکولي مشروبات، ۱۱۴ ګرامه کیمیاوي مشتقات، ۱۸ پیناډول ګولۍ او نور نشه يي توکي مصادره شوي دي.
د دغو قضیو له ډلې د ۱۰۷ قضيو محاکماتي مراحل بشپړ شوي او په تړاو يې ۱۲۹ کسان په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.
د دغو قضیو د رسیدګۍ له درکه ۱۵۲ زره افغانۍ د یاد ریاست له خوا تثبیت او ۱۱۰ زره افغانۍ د دولت حساب ته لېږلې شوې دي. همداراز د دغو قضیو د رسیدګۍ له درکه څلور میله وسله او دوه موټرې هم ضبط شوي دي.