د ننګرهار استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۳۲۱ قضیو ته رسیدګي کړې
د ننګرهار استیناف څارنوالۍ ۳۲۱ قضیې د قانون د احکامو په رڼا کې ثبت او رسیدګي کړې دي.
په دغو قضیو کې څلور قضيې د قتل، ۱۹ د غلا، اووه قضيې د اخلاقي جرایمو، ۱۵ د ترافیکي جرایمو، ۱۰۳ د نشه يي توکو، ۶۳ قضيې د مالي او اداري جرایمو، ۴۶ قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۶۴ قضيې د نورو متفرقه جرمونو په تړاو دي.
له دې ډلې ۱۶۹ قضيې د اتهامنامو تر ترتیبولو وروسته ابتداییه او استیناف محکمو ته لېږل شوې او له دې ډلې د ۵۰ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن یې په نقدي جزا او بند محکوم شوي دي.
د یادو شویو قضیو له شمېره، ۱۴ قضيې د رسیدګي د واک نه درلودلو له کبله اصلي مراجعو ته لېږل شوې او ۷۲ قضيې تر محاکماتي پړاو لاندې دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه، یو ټي ټي تمانچه ضبط او مصادره شوې ده، همداراز ۲۴۵ زره افغانۍ هم د جریمې په توګه د دولت حساب ته لېږل شوې دي.