د لغمان استیناف څارنوالۍ نوی رئیس معرفي شو

Hussain_admin
Sun, Jun 06 2021 2:40 PM
laghman

د لویې څارنوالۍ په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ امین الله امانت د لغمان استیناف څارنوالۍ د نوي رئيس په توګه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر پنځمه معرفي او رسماً يې کار پيل کړ.

د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د لغمان ولایت مقام مرستیالې برېښنا ساپۍ، د دغه ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس او ځینو نورو ولایتي مقاماتو ګډون کړی و.

د لغمان ولایت مقام مرستیالې برېښنا ساپۍ د عدلي او قضايي بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ولایت په کچه باید د عدالت د تأمین، د قانون د تطبیق او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه همغږي موجوده وي.

بلخوا د استیناف څارنوالۍ نوي رئيس امین الله امانت د لویې څارنوالۍ او د جمهوري ریاست له عالي مقام څخه مننه وکړه او د دغه ولایت خلکو ته یې ډاډ ورکړ، چې د عدالت د تأمین او د قانون په یوشان تطبیق کې به پوره پوره هڅه کوي.

په ورته وخت کې د لغمان استیناف څارنوالۍ رئیس د دغه ولایت له والي رحمت الله یارمل سره هم لیدلي او والي ته يې ډاډ ورکړی، چې د چارو د ترسراوي او د قانون په تطبیق کې به هڅه او هاند کوي.

ښاغلي یارمل په دې ناسته کې د عدلي او قضايي بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ويې ویل، چې د سمونونو، د چارو روڼتیا او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې باید جدي پام وشي.