د پکتیکا استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۱۵۵ قضیو ته رسېدنه کړې

په دغو قضیو کې ۱۹ قضيې د صورت دعوا او اتهامنامو تر ترتیب وروسته ابتداییه او ۱۴ استیناف محکمې ته لېږل شوې دي.
همداراز د ۴۳ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او نهايي شوې دي، ۱۳ قضیې هم سترې محکمې ته لېږل شوې، دوه قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۳۹ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.
په یادو شویو قضیو کې نهه قضيې د قتل، ۱۹ د غلا، پنځه د اخلاقي جرمونو، ۵۴ د نشه يي توکو، ۱۷ د مالي او اداري جرمونو، ۱۱ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۳۷ هم د نورو جرمونو په تړاو دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۴۶۴ زره او ۴۹۶ افغانۍ نقدي جریمه تثبیت او د دولت بانکي حساب ته لېږل شوې ده.
همداراز یو ډاټسن موټر، یو موټرسایکل او دوه تفنګچې او یوه اندازه نشه يي توکي هم ضبط او مصادره شوي دي.