د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته!

mozamil_admin
Wed, Jul 22 2026 1:39 PM
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته!

بسم الله الرحمن الرحیم

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

صحت او عافیت مو الله جل جلاله په نصیب کړه!

وبعد: دا چې په دې وروستیو کې د مهر د زیاتېدو څخه شکایتونه مخ په ډېرېدو دي، تاسو په مهر کې د تخفیف او کم (لږ) مهر د فضلیت لپاره ترغیبي دلائل مرتب کړئ او علماوو ته وظیفه ورکړئ چې په مساجدو او جامع ګانو کې یې بیان کړي، ترڅو دغه کار د ترغیب له لارې تطبیق کړای شي، نه د فرمان یا حکم له لارې.

والسلام

د مشرتابه مقام دفتر