بدخشان استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۲۱۶ قضیو ته رسیدګي او ثبت کړې دي
د بدخشان استیناف څارنوالۍ ریاست ۲۱۶ قضیې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ثبت او رسیدګي ورته کړې ده.
په دغو قضیو کې ۱۲ قضيې د قتل، ۱۶ د غلا، ۹ قضيې د اخلاقي جرمونو، ۸ د ترافیکي جرمونو، ۲۷ د اداري فساد، ۳۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي، ۸۴ د متفرقه جرایمو او ۳۰ قضيې هم د امنیتي جرایمو قضيې دي.
له دې ډلې یوه قضیه ابتداییه محکمې ته لېږل شوې ده، ۱۲۶ قضیې د دغه ریاست تر کار لاندې دي او اته قضیې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي.
دغو قضیو ته د رسیدګي په پایله کې ۷۰ ګرامه هیرویین، ۱۷٫۳۶ کیلوګرامه تریاک، ۴۶ کیلوګرامه چرس، ۳ لیتره الکولي مشروبات، ۹ کیلوګرامه بنګ دانې، ۲۰ ګرامه شیشه او ۴۸ کیلوګرامه امونیم کلوراید هم مصادره شوي دي.
همداراز دغه ریاست د نقدي جریمې په توګه د دولت خزانې ته ۳۱۷ زره او ۷۶ افغانۍ هم لېږلې دي.