بغلان استیناف څارنوالۍ ۵۰۷ قضیې ثبت او څېړلې دي

د بغلان استنیاف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۰۷ قضیو ته رسیدګي کړې ده، چې له ډلې یې ۴۰۰ قضیې ابتداییه محکمې ته لېږلي، ۲۵۰ قضیې قطعي او نهايي شوي، ۲۲ قضیې د لازمو دلالیو د نشتون له کبله حفظ شوي، ۱۰ قضیې د مظنونینو د نه احضاریت له کبله د امنیتي ارګانونو تر کشف لاندې دي او ۷۵ نورو قضیو بیا د دغه ریاست کار روان دی.
یاد ریاست دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه ۸۰۶ زره افغانۍ نقدي جریمه د دولت خزانې ته لېږلي او همدارنګه ۱۳ موټره او ۵ میله وسله د مصادرې وړ پېژندل شوې دي.
دغې څارنوالۍد تېر مالي کال په اوږدو کې د قانون د تطبیق او د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه له کشفي، امنیتي او قضایي ادارو سره بېلابېلې ناستې کړې دي او همدارنګه یې د ولایت په کچه د ګذر له وکیلانو، د مدني ټولنو له استازو او قومي مشرانو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او نورو بېلابېلو موضوعاتو په هکله د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړې دي.
همدارنګه یاد ریاست، په دوامداره توګه د یاد ولایت له محبس او توقیف خونې څخه لیدنه کړې او د محبوسینو د قانوني ستونزو د هواري په موخه یې لازم اقدامات کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې د بغلان استیناف څارنوالۍ ۲۵ مسلکي او اداري کارکوونکي په تېر مالي کال کې د ظرفیت لوړونې بېلابېلو پروګرامونو هم معرفي شوې دي.