خاوند د خپلې مېرمنې د وژلو په تور پر ۱۶ کالو او شپږ میاشتو بند محکوم شو

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۹:۴۱
logo

د فاریاب استیناف څارنوالۍ ریاست د خاوند له خوا د مېرمنې د وژلو قضیه تر تحقیق او ارزونې وروسته د دغه ولایت له ښځو سره د تاوتریخوالي جرایمو او د ماشومانو سرغړاویو ته د رسیدګۍ ابتداییه محکمې ته واستوله.

د څارنوال د صورت دعوا پر اساس، د قضيې مظنون سیدعبدالولي د سیدعطاالله زوی، خپله مېرمنه جمیله د بابه خان لور چې د نسايي او ولادي د قابلې په توګه د کابل له عامه روغتیا فارغه شوې وه او څو کاله محلي خلکو ته په خدمت بوخته وه، پرله پسې وهله ډبوله او د هغې د کار مخنیوی هم کاوه. د مظنون د تحقیقاتو په پایله کې په ډاګه کېږي، چې جمیله د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر اتمه د خپل خاوند په لاس وژل شوې ده.

د قضيې موظف څارنوال سیدعبدالولي، سیدمبشر او سیدعبدالهادي د جمیلې د قتل په قضیه کې ملزم بللي او د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي جرایمو ته د رسیدګۍ له ابتداییه محکمې يې سیدعبدالولي ته له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۲۲ مادې دویمې فقرې او د جزا کوډ ۵۴۷ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه کړې او همداراز سیدمبشر او سیدعبدالهادي ته یې هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۲۲ مادې دویمې فقرې او ۴۰ مادې او د جزا کوډ د ۵۴۷ او ۵۹ مادو او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۴۰ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د دغه ولایت له ښځو سره د تاوتریخوالي جرایمو او د ماشومانو سرغړاويو ته د رسیدګۍ ابتداییه محکمې پلاوي د طرفینو په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۹ سیدعبدالولي د سیدعطاالله زوی د جمیلې د قتل په قضیه کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۲۲ مادې دویمې فقرې او د جزا کوډ د ۵۴۷ او ۵۹ مادو پر اساس پر ۱۶ کالو او ۶ میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړ.

همداراز سیدمبشر د سیدعطاالله زوی او سیدعبدالهادي د سیدجلیل زوی د اساسي قانون د ۲۵ مادې، د جزا کوډ د پنځمې مادې او د جزايي اجرااتو قانون د پنځمې مادې پر اساس د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله بري الذمه وبلل شول او یاد پلاوي د قوماندان دادالله او حفیظ الله په تړاو د عدلي تعقیب حکم هم صادر کړ.