دایکندي استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۸۳۳ قضیو ته رسیدګي کړې ده

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۸:۶
logo

د دایکندي استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۸۳۳ جنايي قضیې د اسنادو او مدارکو پر بنسټ د تحقیقاتي پړاوونو تر بشپړولو او د تورنو پر وړاندې د دعوا تر اقامې وروسته، محکمو ته لېږلې دي.

له دې ډلې ۴۷۴ قضیې ابتداییه محکمې ته او ۶۸ نورې بیا استیناف محکمې ته لېږل شوې دي. همدارنګه ۳۶۸ قضیې قطعي او نهایي شوې او تورن په بند او نقدي جزا محکوم شوي دي.

د ټولو قضیو له ډلې بیا ۱۳۹ قضیې د دغه ریاست تر کار لاندې دي، چې تر تحقیقاتو او صورت دعوا له ترتیبه وروسته به محکمو ته ولېږل شي. ۱۱۳ قضیې د الزام دلالیو د نشتوالي له کبله حفظ شوې او ۷۴ نورې قضیې بیا د کشفي مرحلو او د اسنادو د بشپړېدو په موخه اړوندو ادارو ته لېږل شوي دي.

د دغو قضیو له ډلې ۲۶ د وژنې، ۵۳ د غلا جرمونه، ۲۵ اخلاقي جرمونه ( جنسي تېري، لواط او زنا)، ۷۶ د مخدروه توکو قضیې، ۲۱ د اداري فساد جرمونه، ۱۷ ترافیکي جرمونه، ۲۵۵ ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو اړوند جرمونه او ۳۶۰ نور بیا د متفرقه جرمونو قضیې دي.

یاد ریاست دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه ۶ میلیونه او ۴۹۷ زره او ۸۶۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت کړي او دولت قطعي بانکي حساب ته یې لېږلې دي. همدارنګه ۲۱ میله وسله، دوه ماینونه، یوه فلزیابه دستګاه، دوه موټره او لس موټرسایکله په بېلابېلو قضیو کې ضبط شوي دي.

دایکندي استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له کشفي، امنیتي، او عدلي او قضایي ادارو سره د همغږۍ ناستو سربېره د خپلو اجراآتو راپور هېوادوالو ته ورکړی دی. همدارنګه له غیردولتي نهادونو، علماوو، مدني ټولنو له استازو سره یې هم د همغږۍ ناستې کړې دي.

د یادولو ده، چې یاد ریاست خپلو مسلکي او اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړاوي ۱۳ بېلابېل پروګرامونه هم جوړ کړي دي.