دستري محكمې محترم مقام ته!
بسم الله الرحمن الرحیم
دستري محكمې محترم مقام ته!
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!
صحت او عافيت مو الله جل جلاله په نصيب كړه!
وبعد: ټولي ارونده محكمې دلاندي هداياتو په عملي كولو مكلفي كړئ!
١. ابتدائيه محكمى دي دوسيې به يوه نيمه مياشت كي څیړي، كه كوم قاضي معقول او شرعي عذر ولري او په ياده موده كي اجراء آت نه شي كولاى، خيل عذر به ستري محكمې ته وړاندي كوي.
٢. مرافعه محكمې دي دوسيې د شلو ورځو څخه تريوې مياشتي موده كي څېړي، كه كوم قاضي معقول او شرعي عذر ولري او په ياده موده كي اجراءآت نه شي كولاى، خپل عذر به ستري محكمې ته وړاندي كوي.
٣. دتميز رياستونه دي دوسيې دشلو ورځو څخه تريوې مياشتي موده كي څیړي، كه كوم رئيس معقول او شرعي عذر ولري او په ياده موده كي اجراءآت نه شي كولاى، خپل عذر به ستري محكمې ته وړاندي كوي.
٤. ټول قاضيان دي د حدود او قصاص دوسيې په عاجله توګه څیړي، يادو قضيو ته د لومړيتوب حق وركرئ!
٥. ټول قاضيان دي هغه جنائي قضيې چي بنديان لري، په عاجله توګه څیړي.
٦. د تفتيش او تدقيق په تشكيلاتو كي دي پنځلس تنه اضافه شي، لس تنه په ستره محكمه كي او پنځه تنه د جنوب لویدیځ زون د تميز په عالي رياست كي.
٧. كله چي په يو ديوان كي كارونه لږ وي، ستره محكمه كولاى شي چي د ياد ديوان دقاضيانو، مفتيانو او محررينو څخه به بل داسي ديوان كي چي كارونه يې دیر وي، د مكتوب د صدور دنیټې څخه بيا تريو كال پوري د استخلاف په طريقه سره استفاده وكړي، تر څو د كارونو ازدحام كم شي.
والســــــــــــــــلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوی هبة الله اخندزاده