د ارزګان استیناف څارنوالۍ له خوا د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۵۷ قضيې ثبت او رسیدګي ورته شوې
د ارزګان استیناف څارنوالۍ ریاست د روان مالي کال په دویمه ربع کې ۵۷ قضیې ثبت او رسیدګې ورته کړې، چې په دغو قضیو کې د قتل، غلا، نشه يي توکو قاچاق، د اداري فساد جرایم او د ورته نورو جرایمو قضيې راځي.
له دې ډلې ۴۴ قضيې د اتهامنامو او صورت دعو تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې ته لېږل شوې دي، پر ۱۱ قضیو محکمو پرېکړه کړې او ۱۳ قضيې تر محاکماتي پړاو لاندې دي.
همداراز درې قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې، اته قضيې تر کار لاندې دي او شپږ قضيې هم اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي.
یادو شویو قضیو ته د رسېدنې له کبله ۱۰۷ زره او ۹۰۵ افغانۍ نقدي جریمه راټوله او د دولت خزانې ته لېږل شوې ده.