د بادغیس استیناف څارنوالۍ رئيس د محبوسینو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د دغه ولایت د زندان لیدنه وکړه

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۱:۵۱
ago

د باغیس استیناف څارنوالۍ رئيس څارنیال احمد جان عزیزي د کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو، عسکري او د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالیو د استازو په ملتیا د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر شپږمه د دغه ولایت د زندان لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې موخه د بادغیس ولایت د محبوسینو، محجوزینو او مظنونینو ستونزو ته رسېدنه بلل شوې ده.

د بادغیس استیناف څارنوالۍ رئيس د زندانونو د چارو تنظیم ادارې په همغږۍ د محبوسینو نسبتي دوسيې، اسناد او سوابق وارزول چې په پایله کې مشخص شو، چې د درېیو مېرمنو په ګډون د ۳۰۷ بندیانو له ډلې، یو بندي د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز کې له طالبانو سره د غړیتوب په تور نیول شوی او د دوسیې څېړل يې هم د بادغیس د محکمو له واکه بهر و.

د نوموړي مظنون په تړاو د دغه ریاست له خوا پرېکړه وشوه، چې د نوموړي دوسيې او برخلیک ته د رسیدګۍ په موخه د لویې څارنوالۍ د دارالانشاء ریاست له لارې د یادې محکمې د صلاحیت د تفویض وړاندیز اړونده مرجع ته ولېږل شي چې قضیه تر محاکماتي دوران لاندې راشي.

د بادغیس استیناف څارنوالۍ رئیس له محبوسینو، محجوزینو او مظنونینو سره په جداګانه لیدنه کې په مرکز او ولایتونو کې د بندیانو د ستونزو په ځانګړې توګه د بندیانو ستونزو د هواري لپاره د کمېټې په تړاو وویل، چې د بندیانو ستونزو ته به ژر تر ژره رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لويې څارنوالۍ سرپرست د لویې څارنوالۍ مرکزي او استیناف څارنوالیو ته هدایت ورکړی، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په همغږۍ د بندیانو ستونزو د هواري په هکله د یوې اوونۍ په اوږدو کې لازم اقدامات ترسره او د اجرااتو په تړاو دې اطمینان ورکړي.