د بادغیس استیناف څارنوالۍ په تېرو نهو مېاشتو کې ۱۲۶ قضیې څېړلې دي

د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ ریاست د راپور پر بنسټ، دغه ریاست د ۱۳۹۸ مالي کال په درېیو ربعو کې ۱۲۶ جنایي قضیې ثبت کړې او څېړلي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې ۷۲ قضیې د تحقیقاتي څېړنو او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته، ۵۲ استیناف محکمې ته استول شوې او د ۹ نورو قضیو محاکماتي مرحلې بشپړې شوې دي.
یاد راپور ښيي، چې ۲۲ قضیې تر کار لاندې او ۲۳ نورې د لازمو دلایلو د نشتوالي له کبله ساتل شوې دي.
له یاد شمېر قضیو څخه ۱۷ د نشه يي توکو، ۷ د غلا، ۱۴ د اخلاقي جرمونو، ۸ د وژنې، ۱۱ د اداري فساد، ۵ د ترافیکي پېښو، ۳۲ د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ۲۳ نورې د بېلابېلو جرمونو( وهل ډبول، ټپي کېدو ...) اړوند دي.
د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، په دغو قضیو کې له نغدي جزا څخه دوه میلیونه او ۴۱۶ زره او ۲۰۲ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت بانکي حساب ته لېږل شوي دي.
دغې څارنوالۍ په خپل راپور کې د یاد ریاست د آرشیف، ودانۍ او نورو اړوندو برخو پر جوړونه د ۲۹۹ زره او ۱۷۰ افغانیو د لګونې خبر هم ورکړی دی.
همدا راز د یاد ریاست د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۸ کال په ترڅ کې یې د ۵۰ څارنوالانو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونی په موخه بېلابیل پروګرامونه هم جوړ کړی دي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ کال د منظور شوي تشکیل له مخې د بادغیس استیناف څارنوالۍ ۶۲ کارکوونکي لري، چې له دې جملې څخه یې ۳۴ کسان مسلکي، ۱۴ اداري او ۱۴ نور یې خدماتي کارکوونکي دي.