د بادغیس استیناف څارنوالۍ ۱۱۰ جرمي قضيې ثبت او بررسي کړې دي

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۳:۵۳

د بادغیس استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۱۱۰ قضيې ثبت او د قانون په رڼا کې رسیدګي او د تحقیق، اتهامنامو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته محکمو ته لېږلې دي.

په دغو قضیو کې ۱۰ قضيې د قتل، یو د اخلاقي جرمونو، ۷ د نشه يي توکو، یو د ترافیکي جرم، اووه د اداري فساد، اووه مورده له ښځو سره د تاوتریخوالي او د نورو جرایمو په تړاو دي.

له دې ډلې د ۱۴ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

همداراز ۵۲ قضیې ابتداییه او استیناف محکمو ته لېږل شوې، اووه قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پر پاتې نورو قضیو لا هم دا ریاست کار کوي.

دغو قضیو ته د رسیدګي په پایله کې ۴۱۹ زره او ۹۷۵ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده.

همداراز ۳٫۸۸۶ کیلوګرامه تریاک، ۳٫۶۷۳ کیلوګرامه چرس هم ضبط شوي دي.

د بادغیس استیناف څارنوالۍ ریاست د جمهوري ریاست د بندیانو د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونه هم تطبیق کړي، چې ۹۵ تنه ترې مستفید شوي. په دغو کسانو کې ۳۰ تنه ازاد شوي او د ۶۵ کسانو د بند موده کمه شوې ده.