د بامیان استیناف څارنوالۍ له خوا په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۶۵۲ جنايي قضیو څېړل
د بامیان استیناف څارنوالۍ له خوا په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۶۵۲ جنايي قضیو څېړل
په دغو قضیو کې ۱۶ د قتل، ۷۷ د غلا جرمونو، ۱۶ د اخلاقي فساد، ۱۶ د نشه يي توکو، ۳۵ د ترافیکي جرمونو، ۶۶ د اداري فساد، ۱۲۷ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۲۹۹ قضيې هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.
د بامیان استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۵۲ جنايي قضيې د تحقیقاتي مراحلو تر بشپړولو او د صورت دعوا تر ترتیب وروسته اړوندو محکمو ته استولې دي.
په دغه ولایت کې تر ټولو ډېرې قضیې له ښځو سره د تاوتریخوالي په تړاو ثبت شوې، چې شمېر ۱۲۷ ته رسېږي او ۷۲ پکې د مېرمنو د وهنې ټکونې، ۱۴ د جنسي تېري او ۳ هم د قتل په تړاو دي.
د یادو شویو قضیو له شمېره ۴۱۷ قضيې ابتدایه او استیناف محکمو ته استول شوې او د ۹۱ نورو هم محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن یې په نقدي سزا او بند محکوم شوي دي.
د دغو قضیو له شمېره ۱۰۴ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او دا ریاست پر ۱۴۱ قضیو لا هم کار کوي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله څلور میلیونه، ۲۶۶ زره او ۴۹۴ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. د بامیان استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال ټوله بودیجه د ریاست د اړتیاوو له مخې لګولې ده.
په ورته وخت کې دغه ریاست په تېر مالي کال کې خپل ۴۲ مسلکي او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي په موخه روزنیزو ټولګیو ته معرفي کړي دي.
د بامیان استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه ولایت د ابتدایه څارنوالیو د اجرااتو د ارزونې په موخه د دغو څارنوالیو لیدنه کړې او له عدلي او قضايي بنسټونو، مدني ټولنې، د دغه ولایت له خلکو او قومي مشرانو سره يې د همغږۍ بېلابېلې غونډې هم کړې دي.