د بلخ استیناف څارنوالۍ رئیس: دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۹۰۴ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي
د بلخ استیناف څارنوالۍ له خوا ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه د دغه ولایت رهبري پلاوي، ولایتي شورا غړو، مدني ټولنې غړو، قومي مشرانو او د رسنیو او محلي ادارو ځینو مسؤولانو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۸ ترسره شوه.
د بلخ استیناف څارنوالۍ رئيس څارنمل منصور عمر په دې غونډه کې وویل، چې په دغو قضیو کې ۱۰۲ قضيې د قتل، ۲۵۳ قضيې د غلا، ۱۸۱ د اخلاقي جرایمو، ۱۹۹ د نشه يي توکو جرمونو، ۲۰۳ د اداري او مالي فساد، ۱۵۹ د ترافیکي پېښو، ۱۶۸ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ماشومانو سرغړاویو او ۳۲۷ د نورو متفرقه جرایمو قضيې دي.
د ښاغلي عمر په وینا، له دې ډلې ۳۵۸ قضيې نهايي شوې، یو زرو ۴۰ قضيې محکمو ته لېږل شوې، ۱۲۱ د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۵۶ کشفي نهادونو ته مسترد شوې دي. د نوموړي په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله دوه میلیونه او ۹۲۳ زره افغانۍ د دولت حساب ته د نقدي جریمې په توګه لېږل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۲۷ عرادې موټرې، ۸۹ میله وسله، ۵۵۰ مرمۍ، ۱۸ لاسي بمونه ضبط شوي دي. همداراز ۵٫۲۸۵ کیلوګرامه هیرویین، ۳٫۱۴۴ کیلوګرامه شیشه، ۴۱٫۹۸۰ کیلوګرامه تریاک، ۱۸۶٫۱۴۰ کیلوګرامه چرس، شپږ زره او ۱۹۵ لیتره الکولي مشروبات، یو زرو او ۲۸۵ لیتره فیصدي وال بير، ۳۱۶ ګرامه ک. تابلیت، یو کیلوګرامه کرستال، ۴۰ لیتره تېزاب او ۱۰ لیتره سپرت هم کشف او ضبط شوي دي.
ښاغلي عمر زیاته کړه، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د جمهوري ریاست د بندیانو د بښنې او بند مودې د تخفیف فرمانونو د تطبیق په پایله کې د ۹ محجوزانو او ۲۷ مېرمنو په ګډون ۳۰۵ بندیان ازاد شوي او د ۲۲۲ کسانو د بند موده کمه شوې ده.
د بلخ استیناف څارنوالۍ د رئيس په وینا، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې یو زرو او ۹۲۱ ملتوي قضيو په تړاو هم اجراات کړي دي.