د جوزجان استیناف څارنوالۍ له خوا د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې، ۷۹ قضیو ته رسېدنه

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۵:۲۸
jawzjan

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ټولې قضيې په بې پرې او خپلواکه توګه او د اسنادو او شواهدو پر اساس څېړي.

په دې اساس د جوزجان استیناف څارنوالۍ ریاست د لویې څارنوالۍ د کلي موخو د ترلاسي لپاره چې د قانون یوشان تطبیق، د عدالت تأمین او د هېوادوالو د حقونو ساتنه ده، د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۷۹ قضيې ثبت او رسیدګي کړي دي.

په دغو قضیو کې شپږ قضيې د قتل، شپږ د غلا، څلور د اخلاقي جرمونو، څلور د اداري فساد، ۱۵ د نشه يي توکو، ۱۲ د ترافیکي جرمونو، ۱۱ د متفرقه جرایمو او ۲۲ هم له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې دي.

له دې ډلې ۶۹ قضيې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته محکمو ته استول شوې دي، ۴۸ نهايي شوې، پنځه قضيې هم د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې، دوه قضيې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي او ۱۰ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دي. دغو قضیو ته د رسیدګي له کبله ۳۶ کسان د محکمو د حکم پر اساس بندیان شوي دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګي له درکه ۵۴۷ زره او ۳۳۹ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده. همداراز دوه کیلوګرامه تریاک، نژدې دوه کیلوګرامه چرس، ۴۹ لیتره الکولي مشروبات او ۱۴۰ لیتره تخمیر شوي ممیز هم کشف او مصادره شوي دي.

یاد ریاست په دې مالي ربع کې د جمهوري ریاست د بندیانو د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونه هم تطبیق کړي چې په پایله کې ۹ نارینه او یوه مېرمنه له بنده ازاد شوي او د ۹۷ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.