د خوست استیناف څارنوالۍ پلاوي د دغه ولایت د زندان، نظارت خونې او د ماشومانو د اصلاح مرکز لیدنه وکړه

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۶:۱۸
ago

د خوست استیناف څارنوالۍ رئيس څارنیار روح الله کامران د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې او عسکرۍ څارنوالیو رئیسانو سره په ګډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر شپږمه د زندان، نظارت خونې او د ماشومانو د اصلاح مرکز لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې موخه د بندیانو ستونزو ته رسیدګي او د هغوی نستبي دوسیو ته رسېدنه بلل شوې ده.

ښاغلي کامران په دې لیدنه کې د اناثیه بندیانو ستونزې واورېدې او هغو ته یې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به يې ستونزو ته رسيدګي وشي.

د خوست استیناف څارنوالۍ رئیس همداراز وویل، چې ډېر ژر به د هغو بندیانو نسبتي دوسيې چې په محاکماتي پړاو يا د تمیز غوښتنې په مرحله کې دي، پيګري او نهايي شي.

د لويې څارنوالۍ پلاوي د خوست د زندان، نظارت خونې او د ماشومانو د اصلاح مرکز د ټولو برخو لیدنه وکړه او د هغو بندیانو په اړه يې چې د کرونا ټېسټ يې مثبت و، د زندان مسؤولانو ته هدایت ورکړ، چې ځانګړی ځای ورته مشخص شي او له قانون سره سم یې ستونزو ته رسېدنه وشي.