د دایکنډي استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال په درېیو لومړیو ربعو کې ۵۳۴ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

د دایکنډي استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال په درېیو لومړیو ربعو کې ۵۳۴ قضیې ثبت کړې او څېړلې، چې له دې جملې څخه ۲۴۹ قضیې بشپړې شوې او د شرعي انفصال په موخه محکمو ته استول شوې دي. ۱۲۹ قضیې د ابتدایي څارنوالۍ تر کار لاندې دي، د موضوع له مخې د واک نه لرلو له امله پنځه قضیې عدليې ریاست ته او ۲۹ د کشفي پاڼو د بشپړاوي په موخه کشفي مراجعو ته استول شوې او ۶۲ نورې د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ شوې دي.
له دغو قضیو څخه ۳۹ د ماشومانو د سرغړونو، ۱۱۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ۳۲ د نشه یي توکو د قاچاق، اته قضیې د اداري فساد او ۳۶۷ د وهلو ډبولو، غلا او داسې نورو جرمونو په اړه دي.
یاد شمېر قضیو ته د لاسرسي له امله، یو میلیون و ۸۳۳ زره او ۶۳۵ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت پرېکنده بانکي حساب ته استول شوې، چې یو میلیون و اته زره او ۳۵ افغانۍ د پرېکنده عوایدو او ۸۷۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ له تأمیناتي اړخه، جرمونو ته د لاسرسي پر مهال په لاس راغلې دي.
د دایکنډي استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال له پیل تر اوسه په یادو مواردو سربېره خپله ۶۵ سلنه عادي او ۷۷،۷ سلنه پراختیایي بودیجه لګولې ده.
د یادونې وړ ده، چې د دایکنډي استیناف څارنوالۍ وداني د لویې څارنوالۍ په پراختیایي بودیجې جوړه شوې، تمه ده چې په نږدې راتلوونکي کې به ګټې اخېستنې ته هم وسپارل شي.