د عامې روغتیا محترم وزارت ته!
بسم الله الرحمن الرحیم
د عامې روغتیا محترم وزارت ته!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
موضوع: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لوړ مقام د ۱۹/۸/۱۴۴۶ نېټې (۶۶۶/۴۷۰۳) ګڼه حکم ابلاغ
ستاسو محترم وزارت د ۲۹/۲/۱۴۴۶ نېټې (۵۳) ګڼه وړاندیز له مخې د کابل ملي روغتون ته د جمهوریت روغتون د نوم د بدلون په اړه غوښتنه او د وړاندیز د متن موضوع د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لوړ مقام د لارښوونې په موخه وړاندې شوه او عالیقدر لوړ مقام یې په اړه داسې فرمایلي دي: «وکتل سو! وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته! وبعد: الله تعالی فرمايي: وَنُنَزِّلُ مِنَ ٱلْقُرْءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٌۭ وَرَحْمَةٌۭ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ ٱلظَّـٰلِمِينَ إِلَّا خَسَارًۭا :الاسراء ۸۲)، بناءً د مکتوب په متن کې یاد سوی روغتون دې په الشفاء روغتون ونومول سي. والسلام»
والسلام