د غزني استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۱۹۵ قضیو ته رسیدګي کړې
د غزني استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۱۹۵ قضیو ته رسیدګي کړې
د غزني استیناف څارنوالۍ ریاست دا قضيې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته محکمو ته استولې دي. له دې ډلې د ۲۸۵ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا محکوم شوي دي.
په یادو شویو قضیو کې ۹۲ قضيې د قتل، ۱۹۰ د غلا، ۵۲ د اخلاقي جرمونو، ۱۷۹ د نشه يي توکو، ۸۰ د ترافیکي جرمونو، ۶۵ د اداري فساد، ۲۳۱ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاویو او ۳۰۶ قضيې هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.
په دغه ولایت کې تر ټولو ډېرې قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي په تړاو ثبت شوې، چې ۱۹۵ يې د مېرمنو د وهنې ټکونې، ۱۱ د ځورونې، ۳ د ځانوژنې د اقدام، ۳ د ځان سوځونې، د زده کړو له حقه د راګرځولو، قتل او اجباري نکاح جرایم رانغاړي.
د یادو قضیو له شمېره پر ۳۴ قضیو لا هم کار روان دی، چې د تحقیقاتو تر بشپړولو او صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته به محکمو ته واستول شي. ۱۰۹ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۹۴ قضيې هم د تحقیقاتو د بشپړېدا په موخه اړوندو مراجعو ته مسترد شوې دي.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۲۹۰ زره او ۶۰۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت شوې او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. همدارنګه د دغو قضیو د څېړلو په پایله کې ۱٫۱۹۶ کیلوګرامه هیرویین، ۵،۹۰۴ کیلوګرامه تریاک، ۲٫۱۰۶ کیلوګرامه چرس، ۲۹۰ ګرامه شیشه و ۵۷٫۹۰۰ لیتره الکولي مشروبات هم ضبط شوي دي.