د غور استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۱۴۰ قضیو ته رسېدنه کړې

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۶:۲۸
ago

د غور استیناف څارنوالۍ ریاست دا قضیې د تحقیق تر بشپړولو وروسته محکمو ته استولې دي.

په دغو قضیو کې دوه قضيې د قتل، ۲۷ د غلا، ۱۲ د اخلاقي جرمونو، ۱۹ د نشه يي توکو، ۱۵ د ترافیکي جرمونو، ۱۰ د اداري فساد، پنځه قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي او همداراز ۵۰ قضيې د متفرقه جرمونو په تړاو دي.

له دې ډلې د ۳۱ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي چې پر اساس يې د شپږو مېرمنو په ګډون ۸۹ تورن له درېيو تر ۳۰ کالو بند محکوم شوي دي.

له دې ډلې ۲۱ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ، ۴۶ قضيې تر محاکماتي پړاو لاندې او ۴۲ قضیې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۳۶۲ زره افغانۍ نقدي جزا د دغه ریاست له خوا تثبیت او د دولت قطعي بانکی اکاونټ ته لېږل شوې دي.

په ورته وخت کې د یوې مېرمنې په ګډون درې زندانیان هم د جمهوري ریاست د بندیانو د بښنې او بند مودې د کمونې د فرمان له مخې د دغه ولایت له زندانه ازاد شوي دي.