د غور استیناف څارنوالۍ رئيس د دغه ولایت د زندان او محبوسینو لیدنه وکړه
د غور استیناف څارنوالۍ رئيس څارنمل عبدالمعروف فایق او د کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو پر ضد د مبارزې او د احکامو پر تنفیذ او تحقیق د نظارت ریاستونو د څارنوالانو په ګډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه د دغه ولایت د زندان لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې موخه د غور ولایت د محبوسینو، محجوزینو او مظنونینو ستونزو ته رسېدنه بلل شوې ده.
ښاغلي فایق د زندانونو د چارو تنظیم ادارې په همغږۍ د دغې ادارې د رااستول شوي نوملړ له مخې د محبوسینو نسبتي دوسيې، اسناد او سوابق وارزول چې په پایله کې مشخصه شوه، چې د ۱۹ بندیانو د نسبتي قضیو طی مراحل هغوی ته ابلاغ او دوسیې نه دي نهايي شوې او د استیناف او تمیز محکمو په محاکماتي پړاو کې دي.
د غور استیناف څارنوالۍ رئیس له محبوسینو، محجوزینو او مظنونینو سره په لیدنه کې دا دنده پر غاړه واخیستله، چې ډېر ژر به د اړوندو محکمو په همکارۍ د دوسیو د طی مراحل پایله د زندانونو د چارو تنظیم ادارې ته واستوي. نوموړي همداراز په مرکز او ولایتونو کې د بندیانو د ستونزو د هواري په موخه د ګډې کمېټې یادونه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې ډېر ژر به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.
د لویې څارنوالۍ مشرتابه دا خپله دنده ګڼي، چې د بشري حقونو او د هېواد د اتباعو د حقوقو د تأمین لپاره د زندانو چارو د تنظیم ادارې سره دوامداره همکاري ولري.