د فاریاب استیناف څارنوالۍ هېوادوالو ته د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړ

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۶:۳۷

د فاریاب استیناف څارنوالۍ رئیس محمد غوث امیري د ۱۳۹۹ مالي کال د اجرااتو راپور ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۰ د دغه ولایت د ولایتي مقاماتو، دیني علماوو، رسنیو او ځینو هېوادوالو په حضور کې وړاندې کړ.

د ښاغلي امیري په وینا، دغه ریاست ۷۱۹ قضیو ته رسیدګي کړې چې ۱۹۶ قضيې يې د اتهامنامو تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمو او همداراز ۱۶۷ قضيې يې استنیاف محکمو ته لېږلې دي، د ۱۴۲ قضيو محاکماتي پړاو بشپړ شوي، ۴۳ قضيې د الزام د دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۱۷۱ قضيې هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

ښاغلي امیري د قضیو د نوعیت په اړه وویل، په دغو قضیو کې ۲۱ قضيې د قتل، ۱۰۲ د غلا، ۷ د لواط او زنا جرایمو، ۱۸۷ د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د قاچاق، ۴۹ د ترافیکي جرمونو، ۳۲ د فریبکارۍ، له وظیفوي واکه د ناوړه ګټه اخیستنې، جعل او تزویر، تقلب او اختلاس، ۹۹ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۲۲۲ د داخلي او بهرني امنیت پر ضد، عاموي امنیت او نورو جرایمو په تړاو دي.

د نوموړي په وینا، دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۶ میلیونه، ۹۱۲ زره او ۲۴۲ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي او همداراز ۱٫۴۳۳ کیلوګرامه هیرویین، ۱٫۱۳۶ کیلوګرامه تریاک، ۱۲٫۶۲۲ کیلوګرامه چرس، ۹۲ لیتره الکولي مشروبات، ۳۹۶ کیلوګرامه تخمیر شوي ممیز او ۱۰ موټره هم مصادره شوي دي.

د فاریاب استیناف څارنوالۍ رئیس د خپلو خبرو په دوام وویل، چې دغه ریاست د ۳۰۰ ملتوي قضیو په اړه د کمېټې له تعیینولو وروسته اجراات کړي دي.

نوموړي د څارنوالانو او د کارکوونکو د اجرااتو په تړاو وویل، چې به تېر مالي کال کې يې ۵۳ مسلکي او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي بېلابېلو لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونو ته معرفي کړي دي.

بلخوا د فاریاب د عسکري څارنوالۍ رئیس په دې غونډه کې وویل، دغه ریاست ۵۶ قضیو ته رسیدګي کړې، چې ۳۴ قضیې نهايي شوې دي، ۱۰ قضيې د الزام د دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ، ۸ قضيې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې او ۷ قضيې لا هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي. دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله ۷۷۲ زره او ۶۵۱ افغانۍ نقدي جریمه راټوله شوې او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده.

په ورته وخت کې د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس وویل، دغه ریاست ۶۰ قضیو ته رسیدګي کړې، چې ۳۵ قضيې د پرېکړې د صادرېدو په موخه محکمو ته لېږل شوې دي، پر ۳۰ قضیو محکمو حکم کړی دی، ۱۰ قضيې اړوندو مراجعو ته سپارل شوې دي، ۱۱ قضيې د کافي اسنادو د نشتوالي له کبله مسترد شوې او ۱۷ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

د غونډې په پای کې د دغو څارنوالیو د مسؤولانو له خوا د خبریالانو او ګډونوالو پوښتنو ته په مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول.