د فراه استیناف څارنوالۍ د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېیو منسوبینو قضیه محکمې ته ولېږله
د فراه استیناف څارنوالۍ د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېیو منسوبینو قضیه محکمې ته ولېږله
د ظفر د ۲۰۷ قول اردو د پنځمې لواء د لومړي کنډک څلورم ټولي قوماندان، د پنځمې لواء د لومړي کنډک څلورم ټولي سرپرست او دغه کنډک بریدمل قضیه چې له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستې په تور تورن دي، محکمې ته واستول شوه.
د فراه استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۳۹۹ لمریز کال مرغومي پر اتمې د نوموړو قضيې تر اخیستلو وروسته د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۶ د تحقیق تر بشپړولو وروسته د دغه ولایت ښاري ابتداییه محکمې ته ولېږله.
دا کسان د فراه د لاش جوین ولسوالۍ د تپه خواهران په سیمه کې چې د شیخ ابونصر فراهي بندر بازار سره په اته کیلومترۍ کې پرته ده، د قاچاق او د ناقانونه اموالو د مخنیوي په موخه توظیف شوي وو.
د قضيې د موظف څارنوال په خبره، دغو کسان د اصولو او مقرراتو پر خلاف د خپل وظیفوي واک څخه په ناوړه استفادې د میلک بازار، قاچاقبرانو ته پرانیستی پرېښی و او له دې لارې یې ګټه وټه ترلاسوله. موظف څارنوال همداراز زیاته کړې، چې د شیخ ابونصر فراهي د بندر له لارې چې له ایران اسلامي جمهوري هېواد سره ۱۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري، صادرات او واردات هم د ګمرکي اداراتو د نشتوالي له کبله مسدود دي.
د فراه استیناف څارنوالۍ ریاست دا قضیه د تحقیق او اتهامنامې تر بشپړولو او د تورنو پر ضد د جرم د اثبات د نهو دلایلو تر راوړلو وروسته د مجازاتو د حکم په موخه د دغه ولایت ښاري ابتداییه محکمې ته ولېږله.