د فراه استیناف څارنوالۍ ۳۴۵ جنايي قضیو ته د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې رسیدګۍ کړې
د فراه استیناف څارنوالۍ دا قضيې د قانون په رڼا کې رسیدګي او د تحقیق، اتهامنامو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته محکمو ته لېږلې دي.
په دغو قضیو کې ۹ قضيې د قتل، ۷۳ د غلا، ۵ د اخلاقي جرمونو، ۷۹ د نشه يي توکو، ۱۳ د ترافیکي جرمونو، اته د اداري فساد، ۲۳ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۳۵ قضيې هم د نورو بېلابېلو جرمونو قضیې دي.
له دې ډلې د ۸۹ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او په تړاو يې ۱۲۳ تنه په حبس او نقدي جزا محکوم شوي دي.
په ورته وخت کې ۷۴ قضيې د ۱۱۷ کسانو په مظنونیت ابتداییه او استیناف محکمو ته لېږل شوې دي او ۴ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.
دغو قضیو ته رسیدګۍ له درکه یو میلیون او ۳۴۲ زره او ۶۲۴ افغانۍ نقدي جزا د دغه ریاست له خوا تثبیت، چې ۲۴۲ زره افغانۍ په امانت ډول او یو میلیون او ۱۰۰ زره او ۶۲۴ افغانۍ د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي. همداراز یو موټر هم یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ضبط شوی دی.
د فراه استیناف څارنوالۍ ریاست د جمهوري ریاست د بندیانو د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونه هم تطبیق کړي، چې ۱۱۶ تنه ترې مستفید شوي. په دغو کسانو کې ۴۱ تنه ازاد شوي او د ۷۵ کسانو د بند موده کمه شوې ده.