د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ رئیس د دغه ولایت له والي سره د همغږۍ ناسته وکړه

ago_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۵۱
میدان وردک

د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ رئیس ګل احمد الکو د دغه ولایت له والي عبدالرحمن طارق سره د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر ۲۵ په ولایت مقام کې د همغږۍ ناسته وکړه.

د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ رئیس ګل احمد الکو  په دغې ناسته کې د قانون پر ټینګښت ټینګار وکړ او د قانون ټینګښت یې د ښې حکومتولۍ لپاره اړین وباله. نوموړي همداراز د ادارو تر منځ ښه همغږي مهمه وګڼله او ډاډ یې ورکړ، چې د ولسونو ستونزو ته د رسېدو برخه کې به پوره رسیدګي کوي.

له بلې خوا د میدان وردګ والي عبدالرحمن طارق، په دغې غونډه کې د عدلي او قضايي ادارو پر خپلواکۍ ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «عدلي او قضایې ادارې په خپلو چارو کې په پوره توګه خپلواکې دي او  په خپلو چارو کې به چاته د لاسوهنې اجازه ورنکړي.» هغه همداراز ډاډ ورکړ، چې د استیناف څارنوالۍ د قانوني کړنو پوره ملاتړ او ننګه به کوي.