د نیمروز استیناف څارنوالۍ د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د دوو منسوبینو قضیه چې له وظیفه یي واکه په ناوړه استفادې تورن دي، محکمې ته ولېږله
د نیمروز استیناف څارنوالۍ ریاست د دغه ولایت د امینه قوماندانۍ د دوو منسوبینو دوسیه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي پر ۱۶ د ۸۰ زرو کلدارو د اخیستلو پر مهال لاس په لاس نیول شوي وو، محکمې ته ولېږله.
د موظف څارنوال په وینا، دغو دوو منسوبینو د چخانسور ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي موټر درولی و او په طالب او قاچقبرۍ يې تورن کړی و. دغو کسانو له موټروانه د هغه د پرېښودو لپاره ۸۰ زره افغانۍ غوښتې وې. څارنوال وايي، چې متضرر کس دا پېښه د نیمروز ملي امنیت له ریاست سره شریکه کړه، چې په پایله کې مظنونین بالفعل ونیول شو او په خپل جرم يې اعتراف وکړ.
د نیمروز استیناف څارنوالۍ دا قضیه تر تحقیق او د اتهامنامې تر ترتیب وروسته د دغه ولایت ابتداییه محکمې ته د مجازاتو د حکم د صادرېدو په موخه لېږلې ده.