د نیمروز امینه قوماندانۍ دوه منسوبین د قانون احکامو د نه رعایتونې په تور په څلورو میاشتو بند محکوم شول
د نیمروز زرنج ښار د څلورمې حوزې آمر فرید احمد او د همدغې حوزې جنايي آمر محمد اسماعیل د دغې قضيې تورن دي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۱۷ د نیمروز ولایت عامه امنیت ابتداییه محکمه کې محاکمه شول.
د نیمروز استیناف څارنوالۍ د دغو تورنو دوسیه تر تحقیق وروسته د قانون احکامو نه رعایتونې په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال سلواغې پر ۲۰ محکمې ته ولېږله.
دغو کسانو د زرنج ښار د پخواني زندان ساحه کې دوه غله چې له یوې نانوايۍ يې وسایل پټ کړي وو نیولي او له غلو يې د خسارې جبران په نامه څه پيسې اخیستې وې. تورن دا پیسې نانوای ته ورکوي او قضیې پای ته رسوي.
د قضيې د موظف څارنوال په وینا، تورنو د خپلو وظایفو د اصولو پر خلاف له غلو څخه د خسارې د جبران په نامه پیسې اخیستې او پیسې يې متضرر ته سپارلې دي او قضیه يې نه ده رسمي کړې.
موظف څارنوال د قضیې تر تحقیق، صورت دعوا تر ترتیب او د اسنادو تر راټولولو وروسته تورنو ته له محکمې څخه د جزا کوډ د ۴۰۷، ۴۰۳ اوړ ۳۷۱ مادو پر اساس د سزا غوښتنه وکړه.
د نیمروز عامه امنیت ابتداییه محکمې قضايي پلاوي، د زرنج ښار د څلورمې حوزې آمر فرید احمد او د همدغې حوزې جنايي آمر محمد اسماعیل په څلورو میاشت تنفیذي حبس محکوم کړل.