د هرات د ګمرک درې کارکوونکي د اختلاس په تور په مجازاتو محکوم شول
د هرات ګمرک د وارداتي اموالو د تشریح برخې کارکوونکي عبدالحق د فضل احمد زوی، غلام مصطفی د محمد ظاهر زوی او محمد بلال د محمد یوسف زوی د ۷۰۰ زرو افغانیو اختلاس او دولت ته د زیان اړولو په تور محاکمه شول.
د موظف څارنوال د موندنو پر اساس، د دغې قضيې تورن په برقي داشونو، د لبنیاتو پوډر او اوکرایني بسکویټو بار موټر د واقعیت پر خلاف (ګازي نغري، کاشي، آیسکریم پوډر) تشریح کړی او د دولت خزانې ته يې زیان اړولی دی.
د دغې قضيې په صورت دعوا کې راغلي، چې دغه موټر یو زرو ۹۲۰ مترمربع کاشي بار کړې وه، چې د تورنو له خوا په ګمرکي اسنادو کې ۸۰۰ مترمربع لیکل شوې وه. دا او څو نور موټرې د اسلام قلعه له بندر څخه د اسنادو له طی مراحل وروسته هرات ته حرکت کوي. دا موټر د لارې په اوږدو کې د هرات د رهبرۍ په هدایت له محصول څخه د تېښتې، قاچاق، زیات وزن او ګمرکي محصول د تفاوت په شک بېرته ګمرک ته لېږل کېږي. د دغه موټر د ارزونې لپاره د هرات استیناف څارنوالي، ملي امنیت ریاست، ګمرک ریاست، د سوداګرۍ خونې او امنیه قوماندانۍ استازي موظف کېږي، اموال يې یو ځل بیا تشریح شي.
د څارنوال موندنې ښيي چې د دې قضيې تورن له کمېشن کار او د اموالو له مالک سره په ګډه د دغه موټر ګمرکي محصول چې ۱۲۲ زره او ۳۶۵ افغانۍ تثبیت کړی و، خو د دغه پلاوي له خوا تر بیا ارزونې وروسته څه باندې ۸۵۷ زره او ۶۵ افغانۍ شوې وې. موظف څارنوال لیکلي، چې د قضیې تورن د واقعیت خلاف د موټر د اموالو په تشریح کې ۷۳۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ دولت ته زیان اړولی دی.
د قضيي موظف څارنوال د اسنادو، شواهد، د تحقیق د بشپړولو او صورت دعوا او اتهامنامو تر ترتیبولو وروسته د پنځو دلایلو په راوړلو سره دا قضیه د هرات ښاري ابتداییه محکمې د عامه امنیت جرایمو ته د رسیدګۍ دیوان ته ولېږله.
د هرات د ښاري ابتداییه محکمې د عامه امنیت جرایمو ته د رسیدګۍ دیوان د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۴ عبدالحق او محمد بلال پر څلور څلور کاله، د وظیفې پر انفصال، غلام مصطفی په غیابي توګه پر څلور کاله تنفیذي حبس او درې واړه د نضامن په توګه پر ۷۳۴ زره او ۷۰۰ افغانیو نقدي جزا محکوم کړل. همداراز د دغې قضايي ناستې پلاوي د جزا کوډ د ۱۸۲ مادې لومړۍ فقرې پر اساس د برقي داشونو، د دوه زرو او ۹۱۵ کارتنه څلورنیم کیلويي بیسکویټو او لبنیاتي پوډرو د مصادرې حکم هم صادر کړ.
د محکمې د حکم پر اساس، د عمر یونس ترانزیتي شرکت مسؤول، کمېشنکار، د موټر د اموالو د مالک او د هرات ګمرک دخولي او خروجي تلو (ترازو) د مسؤولانو د عدلي تعقیب حکم هم صادر کړ.