د هرات په نورم او ستندرد ریاست کې د اداري فساد د عاملانو دوسیه محکمې ته ولېږل شوه

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۳:۲۷

د لویې څارنوالۍ تحقیقات او موندنې ښيي، چې د هرات د نورم او ستندرد ریاست مسؤولانو له وظیفوي واک څخه ناوړه استفاده او دوه میلیونه او ۳۹۵ زره او ۳۰۰ افغانۍ اختلاس کړی دی.

په دې قضیه کې د هرات د نورم او ستندرد ریاست سرپرست، د ودانیزو موادو د لابراتوار عمومي مدیر، د لابراتوار د ټکنېشن مسؤولان، د اسنادو د تصدیق او مالي او اداري مدیران تورن پېژندل شوي، چې دوسیه یې د پرېکړې د صادرېدو په موخه د هرات اسیتناف محکمې عامه امنیت دیوان ته لېږل شوې ده.

لویې څارنوالۍ د دغو تورنو د مجازاتو لپاره له محکمې څخه د جزا کوډ د ۳۸۹، ۳۹۱ او ۴۰۳ مادو پر اساس څه باندې لس کاله بند غوښتی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ته د هرات د نورم او ستندرد ریاست پر وړاندې د تاجرانو د شکایت تر رسېدو وروسته چې په دغه ریاست کې يې له اداري فساده سر ټکولی و، هراړخیز تحقیقات پيل کړل او د اړوندو بنسټونو په همغږۍ د دغه ریاست مسؤولان له دندې ګوښه او ممنوع الخروج شول.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ټینګار کوي، چې د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې افغانانو ته متعهده ده او دا شان ټولو قضیو ته به په بې پرې او خپلواکه توګه او د هېواد د نافذه قوانینو او اسنادو او شواهدو پر اساس رسیدګي کوي.

دا اداره خپل تحقیقات او اجراات تل له هېوادوالو سره شریکوي.