د هرات ګمرک درې کارکوونکي د اختلاس په تور محاکمه شول

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۳:۱۷

د هرات ګمرک درې کارکوونکي د اختلاس په تور محاکمه شول

نعمت الله د حاجي سبحان زوی، حبیب الله د محمدیوسف زوی او ولید د شېرعلي زوی د هرات ګمرک ریاست د وارداتي اموالو د تشریح د برخې کارمن دي، چې د اختلاس او دولت ته د زیان اړولو په تور تر تعقیب لاندې ونیول شول.

د موظف څارنوال موندنې ښيي، چې تورنو له ایرانه افغانستان ته د رالېږدېدونکي ټېلر موټر چې په کاشي ډبرو بار و، د واقعیت پر خلاف تشریح کړی او دولت ته یې زیان اړولی دی.

د دغې قضيې په صورت دعوا کې راغلي، چې دغه ګاډي یو زرو ۹۲۰ مربع متره کاشي رالېږدوله، حال دا چې تورنو کسانو په ګمرکي اسنادو کې ۸۰۰ مربع متره لیکلې وه. دا موټر او څو نور موټرې له اسلام قلعه بندره د ګمرکي اسنادو له طی مراحل وروسته هرات ته حرکت کوي، ګاډي د لارې په اوږدو کې د محصول د نه ورکولو، قاچاق، زیات وزن او د ګمرکي محصول د تفاوت په شک د هرات ولایت د رهبرۍ په هدایت درول کېږي او د دغه ولایت ګمرک ته لېږدول کېږي. د دغه موټر د بیاارزونې په موخه د څارنوالۍ، ګمرک، عوایدو او کشفي او امنیتي ادارو ګډ پلاوی تعیین کېږي.

د څارنوال د صورت دعوا پر اساس، د پلاوي په ارزونه کې په ډاګه کېږي، چې د ګمرک موظف کارمنو (د دغې قضيې تورن) له کمېشنکارانو او د موټر له مالک سره په ګډه یاد شوی ګاډی ۱۱۲۰ مربع متره کم ښوولی دی. په صورت دعوا کې لیکل شوي، چې د قضيې تورن د دغه موټر مالیه ۵۵ زره او ۵۳۱ افغانۍ تثبیت کړې وه، حال دا چې واقعي مالیه يې ۱۲۶ زره ۹۷۱ افغانۍ کېدله او دا توپير ۷۱ زره او ۴۴۰ افغانۍ اختلاس ښيي.

د قضيې موظف څارنوال د شواهدو او اسنادو تر راټولولو او د تحقیق، اتهامنامې او صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته د تورن پر ضد د پنځو الزامونو په درلودلو سره دا قضيه د هرات ښاري ابتداییه محکمې د عامه امنیت جرمونو ته د رسیدګۍ دیوان ته ولېږله.

د هرات د ښاري ابتداییه محکمې د عامه امنیت جرمونو ته د رسیدګۍ دیوان نعمت الله او حبیب الله په یو کال او یو میاشت او د ۷۱ زرو او ۴۴۰ افغانیو په نقدي سزا محکوم کړل او ولید هم د کافي دلایلو د نشوالي له کبله له محکمې برائت واخیست. همداراز دغه قضايي پلاوي یو زرو ۱۲۰ مربع متره اضافه بار کاشي د جزا کوډ د ۱۸۲ مادې د لومړۍ فقرې پر اساس مصادره کړه.

د محکمې قضايي پلاوي، د قادر حبیب ترانزیتي شرکت د مسؤول، د کمېشنکار، د موټر د امولو د مالک او د هرات ګمرک د دخولي او خروجي دروازو د مسوؤلانو د عدلي تعقیب حکم هم صادر کړ.