د پکتیکا استیناف څارنوالۍ رئیس ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې؛ ۱۵۶ قضیې ثبت او څېړل شوې

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۵:۵۵
ago

د پکتیکا استیناف څارنوالۍ رئيس اسدالله وزیري ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، چې دغه ریاست په ۱۳۹۹ کال کې ۱۵۶ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

دا غونډه د لویې څارنوالۍ د مرکز او ولایتونو له خوا ملت ته د حساب ورکولو د غونډې په لړ کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۸ د پکتیکا ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، متنفذینو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې ترسره شوه.

ښاغلي وزیري د خپلو خبرو په دوام سره وویل، په دغو قضیو کې ۱۵ قضيې د قتل، ۲۲ د غلا، ۲۳ د نشه يي توکو، ۷ د ترافیکي جرمونو، ۲۲ د مالي او اداري جرمونو، ۱۶ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۵۰ قضيې هم د بېلابېلو نورو جرمونو په تړاو دي.

د نوموړي په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۳ ميلیونه، ۳۰۲ زره او ۹۳۴ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او یو میلیون او ۳۶۴ زره او ۵۴۰ افغانۍ امانت کوډ ته او یو میلیون او ۹۳۸ زره او ۳۹۴ افغانۍ د دولت قطعي حساب ته تحویل شوې دي. همداراز ۱۲ عرادې موټرې، ۱۳ میله وسله، ۱۸ مبایله، ۲۴ ښکاري ټوپکه، ۳۳۵۰ کارتنه شیدې، ۳۷۵ بوجۍ سجي اوړه او شپږ بوجۍ د غنمو اوړه مصادره شوي دي.

بلخوا د پکتیکا د عسکري څارنوالۍ رئیس په دې غونډه کې وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۷ قضیو ته رسیدګي کړې او دا قضيې د قتل، اداري فساد او نورو جرایمو په تړاو دي. د نوموړي په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۸۸۴ زره او ۱۷۵ افغانۍ د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې چې له دې شمېره ۶۶۰ زره افغانۍ په قطعي توګه او ۲۲۴ او ۱۷۵ افغانۍ په تضمیني توګه د دولت حساب ته لېږل شوې دی.

په ورته وخت کې د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئيس په یاده شوې غونډه کې وویل، دغه ریاست په تېر مالي کال کې ۵۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده. د نوموړي په وینا، دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۳ موټر او موټرسایکلې، ۵ میله وسله، ۱۸ مبایله مصادره او ۹۸ زره ۶۲۶ افغانۍ نقدي جزا د دولت خزانې ته تحویل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د یادې شوې غونډې په پای کې د پکتیکا استیناف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو پوښتنې هم په مفصله توګه ځواب شوې.