د پکتیکا استیناف څارنوالۍ له خوا په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۹۵۸ قضیو څېړل

د پکتیکا استیناف څارنوالۍ له خوا په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۹۵۸ قضیو څېړل
په دغو قضیو کې ۱۲۸ قضيې د قتل، ۹۷ د غلا، ۷ د اخلاقي جرمونو، ۱۶۵ د نشه يي توکو، ۳۴ د ترافيکي جرمونو، ۱۱۵ د اداري فساد، ۳۶ هم له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاويو او ۸۳ هم د نورو بېلابېلو جرمونو قضيې دي.
په دغه ولایت کې تر ټولو زیاتې ثبت شوې قضيې د نشه يي توکو اړوند قضيې دي، چې شمېر ۱۵۱ ته رسېږي. د دغو قضیو د څېړلو په پایله کې ۲۳۱٫۶۸ هیرویین او مورفین ۲۶۴ ګرامه تریاک، ۳۳ ګرامه امفتامین او ۳٫۱۵۷ کیلو ګرامه چرس ضبط شوي دي.
د پکتیکا استیناف څارنوالۍ دا قضيې د تحقیقاتو تر بشپړولو او د صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته محکمو ته سپارلې دي.
د دغو قضیو له شمېره ۴۳۸ قضیې ابتداییه محکمو ته استول شوې دي او د ۲۱۴ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په حبس او نقدي جزا محکوم شوي دي.
سل مورده هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پر ۱۶۰ نورو قضیو کار روان دی.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله یو میلیون او ۶۸۸ زره او ۳۹۴ افغانۍ نقدي جزا د دغه ریاست له خوا تثبیت او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده.
یاد شوي ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې له محلي، کشفي او قضايي ادارو سره د ښې حکومتولۍ، د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، له اداري فساد سره د مبارزې، د عدلي خدمتونو وړاندې کولو او له یادو شویو بنسټونو سره د ښې همغږۍ په موخه ګڼې غونډې کړې دي.
همداراز د پکتیکا استیناف څارنوالۍ ریاست د دغه ولایت بېلابېلو قشرونو ته د پوهاوي، د قانون د تحکیم، د عدالت د تأمین، له اداري فساد د مبارزې او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.