د کاپيسا استیناف څارنوالۍ نوي رئيس په کار پيل وکړ
د جمهوري ریاست د ۱۴۰۰ غويي میاشتې د ۲۷ نېټې د ۶۱۷ ګڼې حکم پر اساس څارنیال عبدالرقیب میزمیار د کاپيسا استیناف څارنوالۍ د نوي رئیس په توګه معرفي او په کار يې پيل وکړ. د نوموړي د معرفي په موخه د لويې څارنوالۍ ارشد مشاور نورحبیب جلال دغه ولایت ته ورغلی و.
ښاغلي جلال د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې کاپیسا نوی د لویې څارنوالۍ د باتجربه او مسلکي کادر وباله. نوموړي له ښاغلي میزمیار څخه وغوښتل چې په پورته صداقت او ژمنتیا خلکو ته خدمت وکړي.
په ورته وخت کې د کاپیسا والي عبدالطیف مراد په لویه څارنوالي کې د نویو سمونونو ستاینه وکړه او په دې ولایت کې یې د محلي ادارو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. ښاغلي مراد ژمنه وکړه، د قانون د تطبیق او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به له څارنوالۍ سره همکار وي.