د کونړ د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته روزنیز سیمینار جوړ شو

yama_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۳:۲۵
کنر

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دغې ادارې د دندو او واکونو قانون د تشریح په هکله په ټولو ولایتونو کې د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د روزنیزو سیمینارونو لړۍ پیل کړې، چې له دغه سیمیناره د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الثاني پر ۱۴ د کونړ د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکي هم برخمن شول.

دا سیمینار چې د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، د دغه ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست ۹۶ کارکوونکو حضور درلود.

په دې سیمینار کې د کونړ د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست اداري او مسلکي کارکوونکو ته د دې ادارې د دندو او واکونو قانون تشریح، د قرارونو لیکل او صادرول، د استعلامونو لیکل او صادرول او د ډیټابس په هکله عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.

کنر

د دغه سیمینار موخه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د کارکوونکو ظرفیت لوړول او په امارتي او له دغو ادارو سره په اړوندو ادارو کې د مرعي الاجرا سندونو تعقیب او د تقنیني سندونو نظارت ښوول شوی دی.

د یاد سیمینار په وروستۍ ورځ د کونړ مرستیال والي د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو پر تطبیق ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «د اسلامي امارت ټولې ادارې مکلفې دي، چې د مشرتابه مقام فرمانونه، حکمونه او لارښوونې تطبیق کړي او عمل پرې وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې ورته روزنیز سیمینارونه د مرکز په شمول د هېواد د ځینو ولایتونو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاستونو کې پای ته رسېدلي او ځينو نورو کې دوام لري.