د یو کمیشن کار په ګډون د هرات برېښنا ریاست دوه کارکوونکي د اختلاس، تزویر او رشوت په تور محکوم شول
یاد کسان هر یو محمد اسماعیل د محمد ناصر زوی، نور آقا د سید عثمان زوی او وکیل احمد د شیر احمد زوی د ۱۳۹۸ کال د وږي پر اوومه د هرات عامه امنیت په ابتدایي دیوان کې محاکمه شول.
د دغې قضیې عاملین د کشفي بنسټونو له خوا، د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر ۱۸ په باالفعل ډول نیول شوي و او د عدالت ټینګښت او څېړنو لپاره د هرات استیناف څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.
د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، د یادې قضیې تورن د هرات برېښنا ریاست دوه مامورین او یو کمیشن کار دی، چې له هرات مېشتو به یې د هر میتر برېښنا د ورکړې په بدل کې لس زره افغانۍ اخېستې، چې یوازې درې زره او ۷۰۰ افغانۍ به یې بانک ته سپارلې او پاتې به یې په خپلو منځو کې وېشلې.
د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او د اسنادو، شواهدو او مدارکو پر بنسټ پر تورنو کسانو د تور تر اثبات وروسته د قضایي ناستې له پلاوي غوښتي، چې دوی ته د جزا کود د ۸۵، ۷۳، ۳۹۱، ۴۳۸ او ۴۵۳ مادې له مخې جزا ورکړي.
د عامه امنیت ابتدایه محکمې قضایي پلاوي، نور آقا او محمد اسماعیل د ۱۵ زره او ۴۵۰ افغانیو رشوت اخېستنې، د برېښنا الحاقیه میتر د دریو قطعو د تزویر او اختلاس په تور د جزا کود د ۷۳ مادې له مخې، پر یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند، د ۱۵ زره او ۴۵۰ افغانیو معادل په نغدي جریمه او د دندو پر انفصال محکوم او مجازات کړل.
همداراز په دغې قضیه کې وکیل احمد د برېښنا الحاقیه میتر د درېیو قطعو فورمونو په ترتیب کې د مرستې، په عامه دندو کې د لاس لرلو او د ۱۵ زره او ۴۵۰ افغانیو رشوت د ورکړې په تور د جزا کود د ۷۳ او ۷۸ مادې له مخې، په یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند او د ۱۵ زره او ۴۵۰ افغانیو رشوت معادل په نغدي جریمه سربېره د ۷۷ زره او ۲۵۰ افغانیو په ورکړه محکوم او مجازات شو.