زابل استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۱۶ قضيو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱۹
zabul

زابل استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۱۶ قضيو ته رسیدګي کړې

د زابل استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۱۶ جنايي قضيې بررسي کړې دي.

دا قضيې د تحقیق، اتهامنامو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته محکمو ته استول شوې دي.

د دغو قضیو له ډلې ۱۲ قضيې ابتدایه او ۱۵ استیناف محکمو ته استول شوې، چې د ۲۳ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي دي.

د ثبت شویو قضیو له شمېره، پر ۲۶ قضیو لا کار روان دی او د تحقیق تر بشپړولو او د صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته به دا قضيې محکمو ته واستول شي. همداراز ۱۵ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۱۶ نورې هم د تحقیق د بشپړېدا په موخه مسترد شوې دي.

په دغو قضیو کې ۷ قضيې د قتل، ۲۲ د غلا، ۶ د اخلاقي جرایمو (جنسي تېری، لواط، زنا) ، ۱۳ هم د نشه يي توکو، ۱۴ مورده د ترافیکي جرمونو، ۱۴ مورده د اداري فساد، ۹ مورده له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې او د نورو بېلابېلو جرمونو قضيې دي.

په دې راپور کې د وړاندې شویو شمېرو له مخې تر ټولو ډېرې قضيې د سرقت د جرم دي، چې شمېر يې ۲۲ ته رسېږي.

د یادو شویو قضیو تر بررسۍ وروسته د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ ۳۴۲ زره افغانۍ تثبیت شوې او د دولت خزانې ته تحویل شوې دي.