سمنګان استیناف څارنوالۍ اجراات په ۱۳۹۹ مالي کال کې؛ ۳۷۲ قضيې ثبت او رسېدنه ورته شوې

د سمنګان استیناف څارنوالۍ رئيس نیاز محمد راسخ ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، چې د دغو قضیو له ډلې ۳۱۶ قضيې د سمنګان ولایت استیناف څارنوالۍ، ۲۲ د عسکري څارنوالۍ او ۳۴ هم د کورني او بهرني امنیت جرایمو سره د مبارزې څارنوالۍ ثبت او رسېدنه ورته کړې ده. دا غونډه د سمنګان د والي، ولایتي شورا، مدني ټولنې استازو، علماوو، قومي مشرانو او رسنیو په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۷ ترسره شوه.
د نوموړي په وینا، د سمنګان استیناف څارانوالۍ له خوا په رسیدګي شویو قضیو کې ۳۵ قضيې د قتل، ۷۸ د غلا، ۹ د اخلاقي جرمونو، اته د نشه يي توکو جرمونو، ۲۰ د ترافیکي جرمونو، ۴۰ د اداري فساد او فریبکارۍ، ۳۱ له ښځو سره د مبارزې او ۹۵ قضيې د نورو جرایمو په تړاو دي.
د ښاغلي راسخ په وینا، له دې ډلې ۷۰ قضيې نهايي شوې، ۳۳ د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ، ۸۳ ابتداییه محکمې، ۲۸ استیناف محکمې ته او ۱۰ هم اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي او ۷۵ قضيې هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي. دغو قضیو د رسېدنې په پایله کې ۳۶۲ کسان مظنون پېژندل شوي او له درکه يې ۸۶۱ زره او ۶۰۰ افغانۍ نقدي جزا حصول او دولت حساب ته لېږل شوې ده.
د دغه ولایت د عسکري څارنوالۍ له خوا د رسیدګي شویو قضیو له ډلې شپږ د وظیفوي غیابت، دوه قضيې د ناوړه استفادې، اووه د اختلاس، درې د وسلې د ورکې، یو د قتل، یو قضیه د جنګ له صحنې د تېښتې، یوه قضیه د رشوت، یوه قضیه هم د منظون نه احضارول او یوه قضیه د کذب اطلاع په اړه ده. همداراز یو قضیه د حریق، یو له تورن سره د تېښتې همکاري، یو د تهدید، یوه قضیه هم د اوراقو التوا، یو مورد د وهنې ټکونې، یو مورد هم ناقانونه نظارت، یو د وسلې د مقرراتو نقض، یو د مهماتو د اکتساب او یو مورد د موټرچلونې د مقرراتو نقض په دغو قضیو کې شامل دي. دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۱۷۹ زره او ۱۴۰ افغانۍ نقدي جریمه د دولت حساب ته لېږل شوې ده.
بلخوا د سمنګان د کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو سره د مبارزې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۳۴ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي. په دغو قضیو کې ۱۶ قضيې له تروریستي ډلو سره د غړیتوب، ۱۰ د خرابکارۍ، دوه قضيې د ملي خیانت، یو مورد د انسان قاچاق، یو مورد د وظیفوي غیابت او یو مورد هم له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې قضيې دي. دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۵۱ کسان نیول شوي او ۱۸۰ زره افغانۍ هم له دې درکه د دولت حساب ته لېږل شوې دي.
په دې غونډه کې د سمنګان والي د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ له اجرااتو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په برخه کې به له دغه ریاست سره همکار وي.