سمنگان استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۱۳۴ قضیې ثبت او رسیدګي کړې دي
په دغو قضیو کې ۲۱ قضيې د قتل، ۱۶ د وهنې ټکونې، دوه قضيې د قتل اقدام، ۲۷ د غلا، شپږ قضيې د اخلاقي جرمونو، ۱۰ د نشه يي توکو جرایمو، اووه د ترافیکي جرمونو، اته د اداري فساد، ۲۳ د متفرقه جرمونو او ۱۲ هم له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې دي.
له دې ډلې ۴۱ قضیې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته محکمو ته لېږل شوې، درې قضيې نهايي شوې، اووه قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې، دوه قضيې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې او ۶۵ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.
لويه څارنوالي تل هڅه کوي، چې ټولې قضيې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې، د اسنادو او شواهدو پر اساس منصفانه او عادلانه وڅېړي او پایلې یې له هېوادوالو سره شریکې کړي.