فراه اسیتناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۴۶۹ قضیو ته رسیدګي کړې
فراه اسیتناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۴۶۹ قضیو ته رسیدګي کړې
په دغو قضیو کې ۲۳ قضيې د قتل، ۱۵۸ د غلا، ۱۵ د اخلاقي جرایمو، ۶۲ هم د نشه يي توکو، ۲۵ مورده د ترافیکي جرمونو، ۷ مورده د اداري فساد، ۲۲ مورده له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې او ۱۵۷ د نورو بېلابېلو جرمونو قضيې دي.
د فراه استیناف څارنوالۍ دا قضيې د تحقیق، اتهامنامو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته محکمو ته استولې دي.
د یادو شویو قضیو له ډلې د ۱۲۵ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، چې له مخې يې ۱۷۶ کسان په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.
د دغو قضیو له منځه ۲۰ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له امله حفظ او ۲۷۱ هم تر محاکماتي دوران لاندې دي.
د فراه استیناف څارنوالۍ له خوا یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله، شپږ میلیونه ۹۹۶ زره او ۸۷۶ افغانۍ نقدي جزا تثبیت شوې او یو میلیون، ۸۵۴ زره او ۲۸۹ افغانۍ د دولت حساب ته لېږدول شوې دي.
همداراز ۹۱۷ ګرامه هیرویین، یو زرو ۵٫۷۳۰ کیلو ګرامه تریاک، ۱٫۹۳۹ کیلو ګرامه چرس، ۸۵ لیتره الکولي مشروبات، څلور میله وسله، ۲۵ مرمۍ، دوه لاسي بمونه او یو موټر ضبط شوي دي.
د فراه استیناف څارنوالۍ ریاست په خپل راپور کې لیکلي، د دغه ولایت د زندان ۳۲۱ نارینه او ۶ ښځینه بندیان د ولسمشر د بښنې او بند مودې کمونې د فرمان څخه مستفید شوي، چې له ډلې یې ۲۴۹ کسان ازاد شوي او د ۷۸ کسانو د بند موده کمه شوې ده.