ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه؛ د تخار استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۱۰ قضیو ته رسیدګي کړې

دا غونډه د لویې څارنوالۍ د مرکز او ولایتونو له خوا ملت ته د حساب ورکولو د غونډې په لړ کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۶ د تخار ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، متنفذینو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې ترسره شوه.
د تخار استیناف څارنوالۍ رئيس سید محمد سبب په دې غونډه کې وویل، چې د عسکرۍ او کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالیو په شمول په ۱۳۹۹ مالي کال کې يې ۶۱۰ قضيې د تحقیقاتو تر بشپړولو او او اقامه دعوا او شواهدو او مدارکو تر ترتیبولو وروسته محکمو ته لېږلې دي.
د تخار استیناف څارنوالۍ رئیس ویل، له دې ۱۸۰ قضيې استیناف محکمو ته لېږل شوې دي او ۱۳۱ قضیې نهايي شوې او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي. د یادو شویو قضیو له شمېره پر ۶۳ قضیو لا هم کار روان دی او د صورت دعوا او تحقیق تر بشپړولو وروسته به محکمو ته واستول شي او همداراز ۵۰ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۲۴۹ قضيې هم د کشفي مراحلو د بشپړېدا لپاره اړوندو ادارو ته استول شوې دي.
د تخار استیناف څارنوالۍ رئیس د قضیو د نوعیت په تړاو وویل، په دغه قضیو کې ۶۵ قضيې د قتل، ۹۲ د غلا، ۷۴ د اخلاقي جرایمو، ۶۷ د نشه يي توکو، ۲۳ د اداري فساد د جرایمو، ۵۸ د ترافیکي جرمونو او ۱۰۴ هم د ښځو د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي په تړاو دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې تر ټولو ډېرې قضيې په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې دي، چې شمېر يې ۱۰۴ ته رسېږي. له ښځو سره د تاوتریخوالي په قضیو کې ۵۱ د وهنې ټکونې، ۲۲ د جنسي تېري، ۸ د قتل په تړاو دي، چې د دغه ریاست له خوا ورته رسیدګي شوې ده.
د نوموړي په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله د دغه ریاست له خوا پنځه میلیونه او ۳۵۳ زره او ۱۹۱ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده.
د تخار استیناف څارنوالۍ رئیس دغه ریاست ته د ځانګړې شوې بودیجې په اړه وویل، د ریاست د اړتیاوو له مخې يې ۹۹ سلنه بودیجه په رڼه او شفافه توګه لګولې ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۵ مسلکي او اداري کارکوونکي هم روزنیزو پروګرامونو ته د ظرفیت لوړاوي په موخه معرفي شوي دي.
ښاغلي سبب په دې غونده کې وویل، د خدمتونو د وړاندې کولو او د خلکو د رضایت د کچې د معلومولو په موخه مو له قومي مشرانو، ځوانانو، دیني علماوو سره غونډې کړې او په دې غونډو کې پر دوه اړخیز ملاتړ او همکارۍ ټینګار شوی دی.
د یادې شوې غونډې په پای کې د تخار استیناف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته په مفصل ډول ځوابونه ورکړل شول.