ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه کې د بدخشان استیناف څارنوالۍ؛ په ۱۳۹۹ کال کې ۸۰۶ قضيې ثبت او رسیدګي شوې دي

د بدخشان استیناف څارنوالۍ رئیس سیف الله پوپل حفیظي ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۸۰۶ قضیې ثبت او بررسي کړې دي.
دا غونډه د دغه ولایت د دولتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، متنفذینو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۳ د دغه ریاست په تالار کې ترسره شوه.
د ښاغلي پوپل حفیظي په وینا، په دغو قضیو کې ۶۱ د قتل، ۷۷ غلا، ۵۷ د اخلاقي جرمونو، ۶۳ د نشه يي توکو، ۵۶ د ترافیکي جرمونو، ۳۰ د اداري فساد، ۹ د مالي او اداري جرمونو، ۲۹۸ د متفرقه جرایمو او ۱۵۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې دي.
د بدخشان استیناف څارنوالۍ رئیس د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، د یادو شویو قضیو له ډلې ۳۸۵ قضيې د صورت دعوا او اتهامنامو تر ترتیبولو وروسته محکمو ته لېږل شوې، چې پر ۲۹۷ قضیو ابتداییه محکمو او پر ۱۰۴ قضیو بیا استیناف محکمو حکم کړی دی. نوموړي وویل، ۱۳۶ قضيې نهايي شوې، ۹۷ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ، ۴۶ قضيې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې او ۲۷۲ قضيې لا هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي او د ۲۱۹ ملتوي قضیو له شمېره ۲۱۱ قضيې رسیدګي شوې او ۸ نورې هم تر کار لاندې دي.
د ښاغلي پوپل حفیظي په وینا، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۹۸ سلنه خپله عادي بودیجه لګولې ده.
بلخوا د بدخشان استیناف څارنوالۍ یادو شویو قضیو ته رسیدګۍ په پایله ۴ میلیونه، ۵۲۷ زره ۵۴ افغانۍ نقدي جزا د دولت قطعي حساب ته تحویل کړې ده.
ښاغلي پوپل حفیظي همداراز د دغه ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په اړه وویل، په تېر مالي کال کې يې د ظرفیت لوړاوي په موخه ۷۲ مسلکي او اداري کارکوونکي روزنیزو پروګرامونو ته معرفي کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده شوې غونډه کې ګډونوالو له اداري فساد سره د مبارزې، د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د بدخشان استیناف څارنوالۍ له فعالیتونه مننه او په دې برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.