نورستان استیناف څارنوالۍ ۱۰۶ قضیو ته رسیدګي کړې ده

د نورستان استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۰۶ قضیو ته رسیدګي کړې، چې له ډلې یې ۲۳ قضیې نهایي شوې او نورې یې د تحقیق، تعقیب او محکمو ته د احالې په حال کې دي.
د یادو قضیو له ډلې ۴ د قتل، ۶ د غلا، ۳ د نشه يي توکو او ۳ د ترافیکي جرمونو، ۴۱ د مالي او اداري جرمونه او ۴۹ نورې قضیې بیا د بېلابېلو جرمونو اړوند دي.
یاد ریاست دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه ۳ سوه او ۳۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته لېږلې ده، همدارنګه یې له تورنو یو شمېر وسلې او نشته يي توکي هم مصادره کړي دي.
د نورستان استیناف څارنوالۍ په تېر ۱۳۹۹ مالي کال کې د دې څارنوالۍ ځینې مسلکي او اداري کارکوونکي هم د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته معرفي کړي او تر څنګ یې له خپلو قانوني اجرااتو څخه د دغه ولایت خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي دي.
دغه ریاست په تېر مالي کال کې له امنیتي، کشفي، ولایت مقام، د مدني ټولنو فعالانو، علماوو او قومي مشرانو سره د همغږۍ ګڼې ناستې کړې دي او په دغو ناستو کې تر ډېره پر ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د نورستان استیناف څارنوالۍ مسؤولانو د یاد ولایت له محبس او نظارت خونې څخه په وار وار لیدنه کړې او د محبوسانو د قانوني ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسؤولانو ته اړین هدایات ورکړي دي.