هرات استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۲۴۷۱  قضيې څېړلې

Hussain_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۴:۸

هرات استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۲۴۷۱  قضيې څېړلې

په دغو قضیو کې ۲۰۸ قضيې د قتل، ۲۲۸ د غلا، ۴۶ د اخلاقي جرایمو، ۴۱۲ د نشه يي توکو، ۱۳۵ د ترافيکي جرمونو، شپږ د ځمکې د غصب، ۲۸۵ د عامه امنیت پر ضد جرایمو، ۳۹۴ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۹۹ هم د اداري فساد قضيې دي.

د یادو قضیو له شمېره یو زرو ۶۰۱ قضيې محکمو ته استول شوې او ۷۱۶ قضيې نهايي شوې دي. ۱۰۵ قضيې هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې او ۴۸ نورې اړوندو بنسټونو ته استول شوې دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې څلور میلیونه، ۵۸۰ زره افغانۍ او ۲۰۰ ډالره نقدي جزا تثبیت او د دولت خزانې ته لېږل شوې او ۲۷۸ کیلوګرامه هیرویین، ۹۵۳ کیلوګرامه تریاک، ۱۱ کیلوګرامه امفیتامین، ۲۷۰ کیلوګرامه چرس، پنځه زره او ۵۱۳ لیتره الکولي مشروبات، ۲۴۸ لیتره مایع کیمیاوي مواد، اووه زره او ۵۵ کیلوګرامه بنګدانې تخم ضبط شوي دي.

د دغو قضیو په تړاو ۳۲ موټره او موټرسایکله، ۱۱۵ میله وسله هم ضبط شوې ده.

یاد شوي ریاست د مسلکي زده کړو د انستیتیوت په همغږۍ ۹ روزنیز پروګرامونه ترسره کړي، چې د دغه ولایت ۹۰ څارنوالان پکې د مسلکي زده کړو په برخه کې روزل شوي دي.

د هرات استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کشفي، امنیتي، عدلي او قضايي بنسټونو له مسؤولانو او د هرات ولایت له نظامي شورا سره د همغږۍ ګڼې ناستې هم کړې دي.